عزيز الله فضلي له خوشې کېدو وروسته؛ بندي نه بلکې په ارګ کې ميلمه وم
عزيز الله فضلي له خوشې کېدو وروسته؛ بندي نه بلکې په ارګ کې ميلمه وم
څو ورځې مخکې ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي و، چې عزيز الله فضلي تېره اونۍ پر کرکټ بورډ د څو وسله والو کسانو سره يوځای ورغلی و، خو د ګاردانو له لوري د اجازې نه ورکولو پرمهال يې هوايي ډزې وکړې او بېرته ستون شو، چې سمدستي د رئيس الوزراء له لوري ارګ ته وغوښتل شو.
(2022 / 7 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عزيز الله فضلي وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې بندي نه و، بلکې په ارګ کې د رئيس الوزراء له لوري د ميلمه په حيث پاتې شوی و.
څو ورځې مخکې ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي و، چې عزيز الله فضلي تېره اونۍ پر کرکټ بورډ د څو وسله والو کسانو سره يوځای ورغلی و، خو د ګاردانو له لوري د اجازې نه ورکولو پرمهال يې هوايي ډزې وکړې او بېرته ستون شو، چې سمدستي د رئيس الوزراء له لوري ارګ ته وغوښتل شو.
نوموړي په خپل فېسبوک پاڼې ليکلي، د کرکټ بورډ مشرتابه له لوري د مشورو او سپارښتنو لپاره کرکټ بورډ ته غوښتل شوی و، خو وروسته داخل ته اجازه ورنکړل شوه او ستون شو.
که څه هم هغه زياتوي چې په ويديو کې داسې کومه د امنيتي پېښې ستونزه نه ليدل کيږي، خو د کرکټ بورډ سرچينې وايي چې د اجازې نه ترلاسه کېدو سره نوموړي د کرکټ بورډ مخې ته هوايي ډزې کړې دي.
د جعلي مکتوب په پار فضلي په تکراري ډول ليکلي چې دده سره د رياست مقررۍ جعلي مکتوب نه، بلکې د ا.ا رهبر اصلي مکتوب دی، چې هغه مهال د رئيس الوزراء سره هم شريک شوی دی.
هغه ليکلي چې ارګ کې له څو ورځو راهيسې د رئيس الوزراء په امر پاتې شوی، او د يوه بندي په حيث نه بلکې د يوه ميلمه په توګه برخورد ورسره شوی دی.