وزیراعظم شهباز شریف وزیراعظم سندهه سره د کراچۍ په حالت ټینګار کړې

0
66

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شریف د سندهه وزيراعلي سره رابطه کړې او کراچۍ کې د بارانونو له مله د زیان په اړه يې د هر ډول ممکنه همکارۍ وړاندیز کړی دی.

په ټويټر جاري شوي يو بيان کې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ده د سندهه وزيراعلي مراد علي شاه سره په ټيلي فون خبرې کړي او په کراچۍ کې د بارانونو وروستو د حالاتو په اړه يې د سندهه حکومت ته د هر ډول ممکنه همکارۍ وړانديز کړی دی.
وزيراعظم وويل په کراچۍ کې په سختو بارانونو غمجن شوى دى اؤ هيله يې څرگنده کړې ده چې د سندهه وزيراعلي په مشرۍ کې به د سندهه حکومت ژوند عادي حالت ته راولي.

بل لوري ته وزيراعظم اين ډي ايم اے ته هدايت کړى چې صوبائي حکومتونو اؤ پي ډي ايم اے سره په گډه کار وکړي.

وزيراعظم وويل صوبائي حکومتونو او اين ډي ايم اے ته يې هدايات کړي دي چې د طوفاني بارانونو نه د خلکو حفاظت دې يقيني کړي، مرستې دې ورکړل شي، ځپلو خلکو ته دې موقتي سرپناه او خوراکي مواد ورکړل شي.

شهباز شريف وويل دکراچۍ پشمول د هيواد په نورو برخو کې په مړو غمرازي ده او دبريښنا د کرنټ لګیدلو په شان پيښو مخنيوي لپاره بايد بيړني ګامونه پورته کړل شي.

Leave a reply