د احسن اقبال څخه مو بخښنه د کوم فشار په وجه نه ده غوښتنې: اسامه شیر

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد په یوه رستورانت کې د احسن اقبال د سپکاوي کولو د کورنۍ غړي اسامه شیر په یو بیان کښې ویلي دي چې مونږ پوه شو چې موږ تېروتنه کړې وه نو ځکه مو د وفاقي وزیر څخه بخښنه اوغوښتنه.

له جيو نيوز سره په ځانګړې مرکه کې اسامه شېر وويل چې په عام ځای کې بايد څوک داسې ونه وايي چې مونږ تېروتنه وکړه.

ده ووئيل احسن اقبال يو مشهور شخصيت دے او زمونږ مشر هم دے مونږ پوه شو چې مونږ بايد خپله رای خپل ځان سره وساتو او د دې ټولو په سوچ مونږ د احسن اقبال نه د بخښنې فيصله وكړه۔
اسامه شېر په سوشل ميډيا د فشار راوړلو په اړه اوازې رد کړې او ويلي يې دي چې مونږ چا تر فشار لاندې نه یو راوستلي او مونږ په خپله خوښه د احسن اقبال کور ته ورغلو او بخښنه مو وغوښتله.

ده ووئيل احسن اقبال دا نه دي وئيلي چې پي ټي آئي څخه اووځې او نه هم مسلم ليګ (ن) كښې شامل شئ، مونږ د كوم فشار لاندې نه يو راغلي، مونږ نه پوهيږو چې دا ډول خبرې له كومه راځي، دا زمونږ فيصله وه چې سل فيصده بخښنه وغواړو، زمونږ كورنۍ هم په دې خبره پوهه شوه۔ هغه څه چې مونږ وکړل غلط وو.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په یو رستوران کښې د پي ټي ایی ملاتړ کوونکي یو خاندان غړیو د وفاقي وزیر احسن اقبال سپکاوې وکړو او د پي ایم ایل ن په ضد ی شعارونه پورته کړل.

Leave a reply