ایم کیو ایم په سندهه حکومت نیوکې کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
د متحده قومي موومنټ پاکستان رابطې کمېټۍ په کراچۍ کې د بارانونو له وجې رامنځته شوي صورتحال په اړه د سندهـ په حکومت نيوکې کړي دي.

په يو بيان کې د ايم کيو ايم رابطه کميټۍ وئيلي دي چې بارانونو يو ځل بيا د کراچۍ د انفراسټرکچر د نيمګړتياوې او د اړوند ادارو چارو راڅرګنده کړ يدي.
مشرانو اوویل چې د ښار د سيوريج سيسټم خراب شوی او سړکونه او ښار د اوبو په تالاب کښې بدل شوي دې چې دا څرګندوی چې د سندهه حکومت په پرمختیایی کارونو کښې د فساد مخه نه ده نیولې .

د رابطې کمېټۍ وينا ده چې د سندهه حکومت د نااهلۍ له وجې ښاريان له ستونزو سره مخ دي.
د ایم کیو ایم مشرانو د سندهه په حکومت او وزيرانو او چارواکو نیوکې کړې او وی ویل چې دوی خپلو کورونو ته د اختر لمانځلو لپاره تللي دي او د کراچۍ اولس له سختو ستونزو سره مخ دي.
د یادونې ده چې د کراچۍ په بېلا بېلو برخو کې له تېرې شپې راهیسې پرله پسې بارانونه روان دي چې له امله یې د ښار ګڼې سیمې د اوبو لاندې شوې او د برېښنا کرنټ لګیدو په پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.

د جيو نيوز له مخې ډيفنس، کلفټن، ملير، ائيرپورټ، آئي آئي چندرګر روډ، صدر، اولډ سټي ايريا، ګلستان جوهر، ايف بي ايريا، نارتھ ناظم آباد، کورنګي او پي اي سي اېچ ايس کښې هم د باران اوبه جمع شوې دي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文