بلوچستان کښې بارانونو او سیلابونو تباهي کړې

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د لسبیله ضلعې په مختلفو سیمو کې بارانونو تباه کړې ده.
په واندر، اوتل، لکړه او بیلا سیندونو کې د سېلابونو له امله څو نیمګړي کورونه نړېدلي دي.
د ډپټي کمشنر ترمخه د وانډنډي سره نزدې اوسیدونکي خوندي ځایونو ته منتقل کړل شوي خو د سیلابونو له وجې پنځه کلي متاثره شوي دي.
په سانول ګوټ کې، 80 کسان ژغورل شوي او 200 سیلاب ځپلې کورنۍ د عالي ښوونځي وندر کیمپ کښې پرځای شوي دي.
په سلګونو خلک د سیلابونو له امله اغیزمن شوي، په داسې حال کې چې په بیلا کې د پرولي سیند کې سیلاب د تهراړه بند او په اوتل کې د آهوره بند مات کړي دي او نزدې آبادې ی ډیره بده متاثره کړې دې.
د یادونې ده چې په تیرو څو ورځو کښې د بلوچستان په بیله بیلو سیمو کښې سیلابونو له مله ګنړ شمیر کسان وژل شوی او ټپیان شوي دي، د رسنیو د راپور مطابق دوه ورځې وړاندې هم ۵۴ کسان د سیلابونو له امله وژل شوي دي.





