عمران خان د هیواد د اقتصاد لاسونه او خپې په رسې تړلي، مونږ ی خلاصوو: د پنجاب وزیراعلی

باغی ټي وي رپورټ
لاهور کې ورکرز کنونشن ته د وینا پر مهال د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز وویل چې عمران خان د ملي اقتصاد لاسونه او پښې په رسۍ تړلي دي، نن موږ هڅه کوو چې دغه رسۍ خلاصې کړو.
هغه وويل، چې له يوې خوا عمران خان د تېلو د بيعو د کمولو اعلان کوي او له بلې خوا يې ډله له IMF سره لاسونه يو کوي او وايي، چې مونږ تېل ډېر ګرانوو.
حمزه شهباز وئيلي دي چې د تيلو نرخونه ټيټيدل صرف يوه دهوکه ده او نن ی قوم د هغه غلطۍ قیمت ورکوي.
ده وويل چې د عمران نيازي په لاسليکونو سره يې ټيم له اى اېم اېف سره تړونونه وکړل، عمران خان د هېواد د اقتصاد لاسونه او پښې په رسۍ وتړل او نن مونږ هڅه کوو چې دغه رسۍ خلاصې کړو.
ده ووئيل په نړيوال بازار كښې تېل ارزانه شوي دي٬ هغه اوویل چې انشاالله ډېر زر به وزيراعظم شهباز شریف قوم ته ښه خبر وركړي۔






