په اوکراین د روس تازه برید، ۱۵کسان وژل شوي دي

د روس په تازه برید کښې اوکراین کښې یوه ودانۍ تباه شوې ده . عکس: بي بي سي
باغي ټي وي رپورټ
د اوکراین په ختیځ دانیسک ښار کښې د یوې پنځه پوړیزې استوګنې پر ودانۍ د روسیې هوايي برید لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي او تر ۲۰ ډېر یې په تباه شوې ودانې په ملبه کښې بند پاتې دي.
د يو بهرني خبري اژانس د راپور له مخې د اوکراين د دانیسک په سيمه کښې کومه چې په ځانګړې توګه د روسيې د توجه مرکز ګرځېدلی، د روسيې د راکټي بريد له امله د يوې پنځه پوړيزې استوګنې ودانۍ يوه برخه په بشپړه توګه ويجاړه شوې او په يوه کنده بدله شوې ده.
د اوکراين د مرستندويه ادارو چارواکي وايي، د استوګنې پر يوه ودانۍ د روسيې د راکټي بريد له امله ١٥ کسان وژل شوي، په ترڅ کې يې پنځه کسان له تباه شوې ودنې څخه ژوندي راویستل شوي او تر ٢٠ زيات لا هم په ملبه کښې دننه پاتې دي.
د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین په چاسیو یار ښار کې د یوه برید په ترڅ کې د امریکا جوړې شوې M-777 توپ (Howitzer) یو هنګر ویجاړ کړی دی.
د اوکرایین د مرستندویه ادارې چارواکو ویلي، په برید کې زیانمنې شوې سیمې کې د ژغورنې عملیات روان دي او د هغو کسانو لټون روان دی چې د ودانۍ تر خټو لاندې بند پاتې دي.






