د مسلم لیګ ن وزیرانو د وزارتونو څخه ولې استعفی ګانې ورکړې؟

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشرانو ایاز صادق او خواجه سلمان رفیق د خپلو وزارتونو نه د استعفا لامل مخې ته راغلی دی.

سرچينې وائي مسلم ليګ(ن) دلاهور ضمني انتخاب په هر صورت کې ګټلو لپاره تګلاره جوړه کړې ده اؤ ددغه تګلارې لاندې سردار اياز صادق اؤ سلمان رفيق استعفى ورکړې ده.

دسرچينو له مخې دواړه مشران به په ضمني انتخاباتو کې برخه اخلي.

دسرچينو ترمخه اياز صادق اؤ خواجه سلمان رفيق به لاهور کې دپارټۍ کانديدانو لپاره کمپاين کوي، دواړو مشرانو دانتخاباتي کميشن د ضابطه اخلاق له امله دوزارتونو څخه استعفي ورکړې ده.
ياده دې وي چې د پنجاب په 20 حلقو ضمني انتخابات د جولائي په 17مه نيټه کيږي چې دغه څوکۍ د پي ټي آئي د منحرفه غړو د لرې کولو له وجې خالي شوې وې.

ایاز صادق د اقتصادي چارو وفاقي وزیر او سلمان رفیق د پنجاب د سپیشلائزډ روغتیا پاملرنې او طبي تعلیم وزیر وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文