د قامي اسمبلۍ وزیر او پنجاب صوبایی وزیر د خپلو څوکیو څخه استعفی ګانې ورکړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر او د اقتصادي چارو وفاقي وزیر سردار ایاز صادق له وزارته استعفا کړې ده.سردار ایاز صادق خپله استعفی وزیر اعظم شهباز شریف ته استولې ده.

سردار ایاز صادق وايي د شخصي وجوهاتو له وجې یې له وزارته استعفی کړې، د ګوند د پیاوړتیا لپاره به کار ته دوام ورکوم.
بل خوا د پنجاب صوبايي وزیر خواجه سلمان رفیق هم له وزارته استعفا کړې ده.د پنجاب اعلی وزیر حمزه شهباز هم د خواجه سلمان رفیق استعفا منلې ده.

سرچينې وائي چې سردار اياز صادق اؤ سلمان رفيق ضمني انتخاباتو کې دګډون لپاره استعفى ورکړې ده.سرچينې وائي چې مسلم ليگ(ن) دلاهور ضمني انتخاب په هر صورت کې ګټلو لپاره تګلاره جوړه کړې ده چې له مخې يې دواړو استعفى ورکړې ده.

له استعفا وروسته به دواړه مشران په لاهور کې د ګوند نوماندانو لپاره کمپاین کوي. د يادونې وړ ده، چې د ټاکنو کمېسيون د کړنلارې له مخې دولتي چارواکي نه شي کولى، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文