په فوځ او ملکی ادارو بې ځایه نیوکې ، د عمران ریاض ضمانت منظور شوې دې

0
194

باغی ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ چکوال کښې درج مقدمه کښې د اینکر پرسن عمران ریاض خان ضمانت منظور کړې دې.

ياده دې وي چې د زيارت په ورځ د اټک عدالت د عمران رياض پرضد مقدمه ختمه کړې وه او د هغه د خوشي کولو امر يې کړی وو، خو هغه د عدالت نه بهر راغلی ؤ.

عمران ریاض د دولتي ادارو په ضد بیانونو په تور نیول شوی دی.

نن د لاهور هائي کورټ د عمران رياض خان د ګرفتارۍ او د کيسونو د ختمولو لپاره د درخواست اورېدنه وکړه۔
عمران رياض خان د سترې محکمې د جسټس علي باقر نجفي په عدالت کې حاضر شو، د عمران رياض په ځواب کې جسټس علي باقر نجفي وويل، چې ږيره يې ښه نه ښکاري.
په دې اړه عمران ریاض ځواب ورکړو چې سبا به یې له قربانۍ وروسته پرې کړم.

قاضي علي باقر نجفي وويل، چې د هغه وکيل ورته ډاډ ورکړی و، چې داسې څرګندونې به نه کوي، چې مسله خرابه کړي.

عمران ریاض وویل چې ما چې عدالت ته مراجعه کړې ده په هغې کې انصاف ترلاسه شوی دی، زه عدالت ته ډاډ ورکوم چې زه به هیڅ بیان نه ورکوم.
جسټس علي باقر نجفي چکوال کېس کې د عمران رياض خان ضمانت منظور کړی، عدالت د عمران رياض په شخصي ضمانت ضمانت منظور کړی دی.

په دې موقع جسټس علي باقر نجفي پوښتنه وكړه چې ايا تاسو په لاسونو کښې هتکړې نشته، په دې اړه عمران رياض ځواب وركړ چې لاسونه څخه ی اوس هتکړې لرې كړل شوي دي.

عدالت د کيس نوره اوريدنه د جولائي تر 19مې نيټې پورې وځنډوله۔د بله پلوه د لاهور د يوې ځايي محکمې مجسټرېټ عمران رياض له دوسيې څخه برائت ورکړ.

د اینکر پرسن عمران ریاض خان خلاف په سول لائنز پولیس سټیشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده.
دا خبره مهمه ده چې د باغی ټي وي یو راپور مطابق عمران ریاض په غیرقانوني د زمکو په قبضو او د زمکو په سر د شخړو په معاملو کښې هم ډیرې پیسې ګټلې دي.
کال ۲۰۱۸ کښې د مخالف اړخ FIR 2/3 چې د ټاون شپ په پولیسو سټیشن کښې ثبت شوې دې وس هم ددې شاهد دی.
۲۰۲۰ کښې په یوټیوب چینل کې د دروغو،بې بنیاده و جعلي بیانونو سره شهرت ترلاسه کړ، خو بل اړخ ته هرڅوک پوهیږي چې په ښار کې د عمران شهرت څه دی.
په چکوال کې د عمران ریاض پلار د څلور مشکوکو کمپنیو په مرسته د ۴۲ میلیونه روپیو په ارزښت د کب نیولو قرارداد ترلاسه کړ، د پنجاب د فساد ضد اداره هم ددې قرارداد په اړه پلټنه کوي.
د عمران ریاض مالي ګوشوارې یو حساس قیصه بیانوي. پو څو کلونو کښې ی اثاثې مخ په زیاتیدو لاړې.
لنډ وخت وړاندې چې کله د عمران خان حکومت وو نو دې فوځ په حق کښې بیانونه ورکول خو چې کله د عمران خان حکومت ړنګ کړې شول نو عمران ریاض د فوځ او ملکی ادارو په ضد بیانونه پیل کړل او هم دغه شان د هیواد په بیلا بیلو پولیس تهانو کښې د عمران ریاض په ضد مقدمې درج شوې او هغه بیا د اټک پولیسو ونیول.

Leave a reply