زمونږ په کور او سیاست کښې هیڅ کومت اختلاف نشته: چوهدري شجاعت

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسېن وئيلي دي چې مسلم ليگ (ق) کښې هيڅ اختلاف نشته، زمونږ په کورنۍ کښې هيڅ سياسي اختلاف نشته او نه هم شخصي اختلاف شته.
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې چوهدري شجاعت حسين وويل ايا ما او پرويز الاهي کله هم د يو بل خلاف څه بيان کړي دي؟ ایډیالوژیکي توپیرونه شتون لري، مګر هیڅ شی شتون نلري. چوهدري شجاعت حسېن وويل زمونږ د بچو ترمينځ اختلافات غلط دي، نه په کورنۍ کې سياسي اختلاف شته او نه شخصي اختلاف، مونږ بايد د نوي نسل نظرونه واورو، سياسي مخالفتونه بايد په شخصي مخالفتونو بدل نه شي.
د مسلم ليګ (ق) مشر وويل چې قرباني هم بايد ورکړل شی او د خپلو خواهشاتو هم باید چې قرباني ورکړل شي.
هغه اوویل چې صحیح ته صحیح اوغلط ته باید غلط اوویل شي.
چوهدري اوویل چې دا ډیر ضروري شیان دي او دا هغه څه دي چې مونږ ی بايد خپلو ماشومانو ته ور زده کړو.

هغه پوښتنه وکړه چې عمران خان څوک ځوروي او څوک ی دیوال سره لګوي.
دا خبره د یادونې ده چې په رسنیو کښې داسې خبر خپور شوې وو چې د چوهدري شجاعت حسېن او چوهدري پرويز الاهي ترمينځ د اختلافاتو له وجې د مسلم ليګ (ق) ګوند په ایوانونو کښې تقسیم شوې دې.

چوهدري شجاعت حسین په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ ق او پنجاب اسمبلۍ کې د چوهدري پرویز الهي د اکثرو غړو ملاتړ لري.

د چوهدري وجاهت حسین زوی حسین الهي هم کورنۍ ګوند ته الوداع ویلي او د راتلونکي سیاست پرېکړه یې د مونس الهي په واک کې کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文