سینیټر میا رضا رباني وزیراعظم شهباز شریف ته مهم لیک استولې دې

باغی ټي وي رپورټ
د بين الصوبائي رابطې قائمه کميټۍ چيئرمېن سېنېټر ميا رضا رباني هم د وزيراعظم نه غوښتنه کړې چې د سېنېټ د قائمه کمېټۍ کارروائي دې په ژوندۍ بڼه وښودل شي.
د پيپلز پارټۍ مشر او د بين الصوبائي رابطې قائمه کميټۍ چيئرمېن سېنېټر ميا رضا رباني وزيراعظم شهباز شريف ته خط ليکلی دی.
رضا رباني په خط کې ليکلي چې د قامي اسمبلۍ سپيکر ته د قائمه کميټو د مستقيم کوريج لپاره د هغه خط د هرکلي وړ دى خو د افسوس خبره ده چې په دې کوريج کې سينيټ شامل نۀ شو.
رضا رباني وويل د سينيټ او د قائمه کميټو کارروايۍ د وفاق ستونزې په ګوته کوي نو له دې امله زه وړانديز کوم چې د سينيټ د قائمه کميټو لائيو کوريج دې د چيئرمېن سېنېټ په مشوره وشي.
دا ډول اقدامات به د پارلمان وقار او اغیزه په ډیر مثبت ډول زیاته کړي.





