سري لنکا کښې عام اولس په صدارتي ماڼې قبضه کړې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
په زرګونو مظاهره چیان د خنډونو له لارې په سریلانکا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل، چې د سیاسي او اقتصادي کړکیچ له مله دیوالیه شوې دې.

د بهرنۍ خبري ادارې له مخې د سري لنکا د پلازمېنې کولمبو په ګډون په مختلفو ښارونو کې په لوې شمېر کې خلک د حکومت پرضد مظاهرې کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په زرګونو مظاهره چیان په کولمبو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د خنډونو له لارې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل، چې په ترڅ کې یې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې.
پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره ډزې وکړې، د اوبو توپونه یې وکارول او د اوښکې بهونکي ګاز ډزې هم وشوې، چې له امله یې شاوخوا ۳۴ کسان ټپیان شول.

د خبري آژانس د خبر له مخې لاریون کوونکي د ولسمشر ګوټا بایا راجا پاکسي د استعفی غوښتنه کوي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجا پاکسي له خپل کور څخه په خوندي توګه ایستل شوی دی.
د یادونې ده چې په سری لنکا کښې د تیور څو کالو راهسې د یو خاص خاندان حکومت دې او تیرو څو میاشتو څخه په دې هیواد کښې سیاسی او اقتصادي بحران رامخې ته شوې دې چې له مله ی نن عام اولس صدارتي ماڼې ته ننوتل او په صدارتي ماڼې ی قبضه وکړه.
په سوشل میډیا داسې ویډیو هم خپرې شوي دي چې عام اولس د صدارتي محل د اوبو په تالاب کښې چې د سري لنکا لوړ پوړه حکومتي چارواکو د لمبالپاره جوړ شوې وو، لامبي او خوند ترې اخلي.
د یادولو وړ ده چې سري لنکا د دیواليه کیدو له امله د خوراکي توکو له کمښت، د تیلو د کمښت، د اوږدمهاله بندیزونو او په چټکۍ سره د ګرانۍ له زیاتیدو سره مخامخ ده چې په ټول هیواد کې یې پراخ لاریونونه پیل کړي دي.

Leave a reply