عمران خان بیا واک ته نه شي راتلې، عمران خان د کرکې سیاست کوي: احسن اقبال
باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې عمران خان اقتدار کښې راتلو نه پس سړکونو ته راويستلے شوے دے هغه بيا اقتدار ته نه شي راتلے
په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې احسن اقبال وويل چې په اسلام اباد کې دتيرې ورځې دپيښې په اړه په کور دننه او بهر څخه دپيوستون پيغامونه راځي.
هغه وويل: “قانون ما ته اجازه راکوي چې د اورپکو پر وړاندې قانوني چلند وکړم، خو په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، له همدې امله زه قانوني اقدام نه کوم.
هغه اوویل چې که ماسره امنيتي ساتونکي او يا هم څوک زما مینه وال له ما سره وي خو دې سره به حالت نه رهم خرا شوې وې.
د مسلم ليګ نون مشر زياته کړه چې عمران خان د نفرت سياست ته وده ورکوي، که د عمران نيازي د زهرجنو سياست مخه ونه نيول شي، نو په ټولنه کې به نفرتونه خپريږي، موږ هڅه کوو چې ټولنه له افراطيت څخه وباسو، ځکه چې د نفرتونو مفکورې افراطیت د سرطان په څیر خپریږي.
احسن اقبال ویلي، چې د عمران خان تره زوی ماجد خان وو چې عمران نیازی یې کرکټ ته راوست، عمران خان خلک د ټېشو پیپر په څېر استعمال کړل، نن عمران خان په سړکونو منډې وهي او هغه زیاته کړه چې عمران خان به بیا واک ته نه شي راتللې.
د یادونې ده چې پرون په یو هوټل کښې چې کله د عمران خان مینه والو احسن اقبال ولیدو نو د پاکستان مسلم لیګ نه مشرانو او ګوند په ضد ی شعارونه پورته کړل او وفاقي وزیر احسن اقبال ته یه ډیر د سپکاوي څرګندونه وکړه.