وزیرداخله د پاکستان فوځ سرلښکر ته د کومې خبرې شکایت کړې دې؟

0
225

باغی ټي وي ربورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دمنشياتو په مقدمه کښې د اینټي نارکاټکس ادارې د کردار په رول دپوځ سرلښکر ته ليکلي شکايت کړى دى.

د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې خبرو کښې رانا ثناء الله وويل چې عمران خان، شهزاد اکبر او د اے اين ايف پخواني ډي جي ميجر جنرل عارف ملک په ما باندې د پنځلس کلو د هيروئن جعلي مقدمه جوړولو کښې ککړ وو.
هغه وويل چې د شهزاد اکبر په قبضه کې د هيروئينو ١٥ کيلو ګرامه بوجۍ وه، هغه د اسلام اباد له پوليسو څخه وغوښتل چې دغه کڅوړه د رانا ثناءالله په پارليمان لاجز کښې کیښودل شي، هغه اوویل چې بیا ميجر جنرل عارف ملک په دې سازش کې شامل شو او په بدل کې يې ګټې ترلاسه کړې.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې په کابینه کې د فواد چوهدري نه علاوه طارق بشیر چیمه او اعجاز شاه هم دا مقدمه جعلي بللې ده.
رانا ثناءالله زیاته کړه چې په دې قضیه کې د اے این ایف د کردار په اړه یې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته یو لیکلي شکایت هم کړی او په یوه غونډه کې یې هم شکایت کړی دی، د هغه شکایت ترلاسه شوی خو ماته خبر شوی دی چې پوځ د څېړنې خپله طریقه لري.

Leave a reply