افغانستان؛ د اختر لپاره امنيتي تدابير نيول شوي

افغانستان؛ د اختر لپاره امنيتي تدابير نيول شوي
یاد وزارت زیاتوي، امنیتي ځواکونه د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره شپه او ورځ چمتو دي، خو له هېوادوالو هم هیله لري، چې د امنیت په تامین کې له ځواکونو سره همکاري وکړي.
(2022 / 7 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اختر شپو او ورځو خوښیو نمانځلو لپاره په ټول هېواد کې بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د لوی اختر شپو او ورځو خوښیو نمانځلو لپاره يې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولای شي، چې د امن په فضاء کې خپله خوښي ونمانځي.
یاد وزارت زیاتوي، امنیتي ځواکونه د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره شپه او ورځ چمتو دي، خو له هېوادوالو هم هیله لري، چې د امنیت په تامین کې له ځواکونو سره همکاري وکړي.
بل خوا هېوادوال هم هېواد کې له جدي امنیتي تدابیرو نیول کېدو خوښ دي او امنیتي ځواکونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.