بلوچستان کښې د روانو بارانونو له مله تباهي شوې، د مړو شمیره ۵۶ ته رسیدلې

0
48

باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې د مون سون بارانونو له امله د مړو شمېر ۵۶ ته رسېدلی او ۴۸ کسان ټپیان شوي دي.

د سختو بارانونو له وجې په خضدار، قلات، لسبیله، نصیر آباد، ګوادر، پنجګور، تربت، آواران، بارکان، بولان او کوهلو کې ځايي ویالې د سیلاب له خطر سره مخ دي.

په دغه ولايت کې د پنجشنبې په ورځ بارانونو يو ځل بيا د پشين ولسوالۍ د دوب کراس پل، په کان مهترزي کې د دره جلال خانزي بند او په مسلم باغ کې د اختر نيکه بند تر کار لاندې راوستی دی.
د صوبې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (PDMA) لخوا جاري شوي راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ په ټوله صوبه کې د بارانونو له امله لس کسان مړه شوي چې پکې شپږ په پشین او څلور په پنجګور کې شامل دي چې پکې اته ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.

د راپور له مخې، په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو له امله د مړو شمېر ۵۶ او د ټپیانو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.

د پي ډي ايم اے لخوا جاري شوي يو رپورټ ترمخه په ټوله صوبه کښې 670 کورونه، 5 پلونه او يو کلوميټر سړکونه سخت زيانمن شوي او د طوفاني بارانونو له وجې تر اوسه 436 څاروي هم مړه شوي دي۔

د موسمياتو محکمي ترمخه تيره ورځ هم کوئټه، خضدار، قلات، لسبيله، پنجګور، آواران، خاران، ژوب، بارکھان، کوهلو، نصير آباد او اورماڑه کښي د تيزو هواګانو او تيزو هواګانو سره د تيزو بارانونو سلسله روانه وه، په دي دوران کښي 36 ملي ميټره باران ريکارډ کړے شوے دے۔ په خضدار کې 33 ملی میٹر، په پنجګور کې 31 ملی میٹر، پسنی کې 31 ملی میٹر او اورمړه کې 16 ملی میٹر باران شوی دی

Leave a reply