په اسلام آباد هوایی ډګر دوبۍ ته تلونکي مسافر څخه نشه ی توکي برامد شوي

0
38

باغی ټي وي رپورټ
ائيرپورټ سيکيورټي فورس (ASF) پرسونل د اسلام اباد په هوايي ډګر چاپه وهلې او د مسافرو له سامان څخه يې دوه کلوګرامه هيروين برآمد کړي دي.

د ASF د وياند له مخې، د ASF پرسونل د خليل الرحمان په نامه د مسافر چې دوبۍ ته په سفر او او د اسلام اباد هوايي ډګر ته چې راورسیدو نو د سامان د تلاشۍ په ترڅ کښې دده سامان څخه 1.952 کلو ګرامه آيس هيروين برامد شول.
د وياند په وينا، دغه هيروين په مهارت سره د تورن کس له خوا د بیګ په لاندې برخه کښې په ډیر هنر سره پټ کړي وو، خو د اې ایس ایف ځواکونو د تلاشۍ په ترڅ کې د نشه يي توکو په ترلاسه کولو سره د قاچاق هڅه ناکامه کړه.

د ASF وياند له مخې، تورن د لومړنيو پلټنو وروسته د نشه يي توکو په ګډون د نورو قانوني کاروايي لپاره د ANF چارواکو ته سپارل شوى دى.
د یادونې ده چې په ټول هیواد کښې په بیلا بیلو ښارونو کښې د نشه ی توکو په ځانګړې توګه د آیس نشه په ډیر زیاتې سره روانه ده او ځوانان په دې لعنت اخته کیدل پیل شوي دي.
ځایی اولس غوښتنه کوی چې د نشه ی توکو په اړه دې قانون نور هم سخت او قوي کړې شي چې د نشه ی توکه مخه ونیول شي.

Leave a reply