د امریکا اولس مشر به د سعودی عرب باچا سره لیدنه وکړي

0
180

باغي ټي وي رپورټ
د امریکا ولسمشر جوبایډن به د سعودي له باچا عبدالله او ولی عهد سره وګوري.

د عرب ميډيا له مخې د سپينې ماڼۍ لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر جوبایډن به په راتلونكو ورځو كښې جده ته د خپل سفر په مهال د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز او ولی عهد محمد بن سلمان سره ملاقاتونه وكړي او په سيمه كښې د ايران د ګواښونو په نظر كښې دې۔ د راپور مطابق په دې لیدنه کښې به د هوايي دفاعي سيستم په اړه هم خبرې وشي.
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر به د سعودي له پاچا عبدالله او د هغه له ټیم سره هم په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، ولسمشر جوبایډن به راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته خپل لومړنی سفر وکړي، چې وروسته به د باچا سلمان په بلنه د جولای په ۱۵مه او ۱۶مه د GCC په سرمشریزه کې ګډون وکړي، چې پکې به د عراق، مصر او عراق ولسمشران ګډون ولري. په دې غونډه کښې به اردن هم شامل وي.

د امریکا ولسمشر به سعودي عربستان ته تر سفر مخکې اسراییل او لویدیځې غاړې ته هم سفر وکړي.

Leave a reply