ننګرهار کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو يې دوه تنه نيول شوي

د ننګرهار استخباراتو رئیس ډاکتر بشير وايي ياد تن نهه ورځې وړاندې انسان تښتوونکو له لوري په دوکې راغوښتل شوی و او بيا يې تښتولی و چې د دې رياست موظفينو له لوري ازاد او نن له نغدي مرستې ورکړې وروسته پښتونخوا ته ولېږل شو.
(2022 / 7 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د استخباراتو رياست له لوري نازيانو ولسوالۍ کې د محمد اکرم په نوم د پښتونخوا يو اوسیدونکی چې په دوکې راغوښتل شوی او بيا تښتول شوی و او له کورنۍ څخه يې د اوه ميليونه افغانيو غوښتنه کېده ازاد او دوه انسان تښتوونکي ونيول شول.