بریټانیا یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده
بریټانیا یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده
په ورته وخت کې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا په ټولنیزو پاڼو کې د «نجونو ښوونځي پرانیزئ» هشټک پیل شوي او په کور دننه او بهر افغانانو د طالبانو له حکومت څخه په ټول هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.
(2022 / 7 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بریتانیا حکومت یو ځل د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ ټینګار او ویلي یې دي چې دوی به افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
بریتانیا په یوه اعلامیه کې پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان پر زیان بللي او افغانستان یې د نړۍ یوازینی هېواد بللی چې د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.
په اعلامیه کې پر افغان ښځو او نجونو د هغو محدودیتونو پر پای ته رسېدو ټینګار شوی چې دوی یې له زدهکړو، ټولنیز ژوند او سیاسي چارو څخه بېبرخې کړې دي.
په ورته وخت کې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا په ټولنیزو پاڼو کې د «نجونو ښوونځي پرانیزئ» هشټک پیل شوي او په کور دننه او بهر افغانانو د طالبانو له حکومت څخه په ټول هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.
پر افغانستان د طالبانو پر بیا واکمنۍ شاوخوا یوولس میاشتې تېرې شوې، خو لا هم افغان نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
اړوند موضوعات:
د ا.ا دعالمانو شورا د نجونو د ښوونځیو د ژر پیلېدو ډاډ ورکړی دی
بلخوا د ا.ا. یو شمېر چارواکو په تازه څرګندونو کې زیاته کړې چې دوی د نجونو د زدهکړو مخالف نه دي، خو په وینا یې چې د اقتصادي ستونزو له امله د دوی پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.