د پوهنتون یو شمېر استادانو لۀ ا.ا غوښتي چې پر بېلابېلو ځایونو کې علمي کادرونه پر دندو وګوماري

0
89

د پوهنتون یو شمېر استادانو لۀ ا.ا غوښتي چې پر بېلابېلو ځایونو کې علمي کادرونه پر دندو وګوماري

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دغه وزارت مرستیالانو ویلي چې حکومت د پوهنتونونو د استادانو مشورې ستايي او په درنه سترګه ورته ګوري.

 

(2022 / 7 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پوهنتون یو شمېر استادانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ښځو د حقونو د تامین غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، یادو استادانو له حکومته غوښتي چې د تېر رژیم تېروتنې تکرار نه کړي.

د سرچينې په وينا، د پوهنتون استادانو  دغه راز له دولت څخه د ښې حکومتوالۍ له کړنلارو څخه د استفادې غوښتنه وکړه او د دولت په بېلابېلو برخو کې يې د علمي کادرونو پر ګومارنې ټينګار وکړ.

دوی د اسلامي امارت  په رسمیت پیژندلو ته په اشارې سره وویل چې حکومت باید په دې برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دغه وزارت مرستیالانو ویلي چې حکومت د پوهنتونونو د استادانو مشورې ستايي او په درنه سترګه ورته ګوري.

Leave a reply