رانا ثناالله په ضد د نشه ی توکو مقدمه غلطه پریکړه وه: فواد چوهدري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشر او د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري اعتراف کړی دی چې د مسلم لیګ (ن) د مشر او د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خلاف د هیروئین سمګلنګ مقدمه غلطه وه.
د پروګرام د کوربه فواد چوهدري نه پوښتنه وشوه چې که پي ټي ائي د رانا ثناءالله په ضد مقدمه نه وي درج کړې نو بیا چا درج کړې ده؟ په ځواب کې فواد چوهدري وويل چې ددې به اړه دې رانا ثناء الله نه پوښتنه وکړي، هغه په اسمبلۍ کې ښکاره خبرې کوي.
کله چې کوربه ترې وپوښتل چې ایا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پخواني وزیر شهریار افریدي یاد نه دی چې په مطبوعاتي کنفرانس او قومي اسمبلۍ کې یې حلف هم پورته کړی و، نو فواد چوهدري په ځواب کې وویل چې شهریار اپریدي غلط کړی دی. . وه

فواد چوهدري زياته کړه کله چې په کابينه کې دا کيس مخې ته راغلى نو ما اړوندو خلکو ته ويلي وو چې د کومې مقدمې په اړه چې هغوي غونډه پريښوده هغه غلطه ده.

د اطلاعاتو پخواني وزير وويل چې کله مې د رانا ثناءالله د مقدمې په اړه د اړونده چارواکو نه پوښتنه وکړه نو سمدلاسه پوه شو چې دا کېس بې ګټې دی، داسې کېس بايد هېڅکله نه وي رامنځته شوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文