د دفاع سرپرست وزیر قطري چارواکو سره پر امنیتي مسائلو خبرې کړي دي   

0
97

 د دفاع سرپرست وزیر قطري چارواکو سره پر امنیتي مسائلو خبرې کړي دي 

مولوي محمد یعقوب دغه راز د قطر د امیر د ملي امنیت له سلاکار شیخ محمد بن احمد المسند سره وکتل او دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

 

(2022 / 7 / 8    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب د قطر امیر او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ پر دفاعي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر قطر ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره چې د یاد هیواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه یې هم ملتیا کوله، وکتل.

په دې ناسته کې د دفاع سرپرست وزير د افغانستان خلکو سره یې د قطر دوست هېواد له مرستو مننه وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار وکړ.

مولوي محمد یعقوب دغه راز د قطر د امیر د ملي امنیت له سلاکار شیخ محمد بن احمد المسند سره وکتل او دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

مولوي محمد یعقوب او مل پلاوي یې  د قطر د ګډو نظامی عملیاتو له مرکز څخه هم  لیدنه وکړه او د ګډو پوځي عملياتو مرکز له قوماندان سره یې  وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دفاعي او امنیتي اړیکو د پراختیا په تړاو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Leave a reply