روسیه: جانسون زموږ او زموږ جانسون نۀ خوښېدۀ 

0
100

روسیه: جانسون زموږ او زموږ جانسون نۀ خوښېدۀ 

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف په دې هکله وايي، د جانسن موږ نه خوښېدو او نه هغه زموږ خوښېده. بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، لومړی وزیر جانسن د خپل عمل ښکار شوی دی.

 

(2022 / 7 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د بریټانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن دندې پرېښودلو ته غبرګون څرګند کړی، چې د روسي یرغل پر وړاندې یې له اوکرایین سره د خپل هېواد له لوري برالا ملاتړ کاوه.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف په دې هکله وايي، د جانسن موږ نه خوښېدو او نه هغه زموږ خوښېده. بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، لومړی وزیر جانسن د خپل عمل ښکار شوی دی.

خو اوکراین بیا د جانسن د ندې پر پرېښودو خپګان ښودلی، د اوکراین ولسمشر ویلادیمر زېلینسکي پرون وروسته له هغه چې لومړي وزیر جانسن وویل، استعفا کوي، هغه ته ټیلیفون کړی او د دې خبرې په اورېدو یې خواشیني څرګنده کړې ده.

Leave a reply