نیب ته لارښوونه شوې چې د مالم جبه، خیبر بینک او ملین ټری سونامي دوسيې بیا پرانستل شي

باغی ټي وي رپورټ
د پبلک اکاؤنټس کميټۍ (پي اے سي) غونډه کښې چيئرمېن نور عالم خان د نيب قائم مقام چيئرمېن ظاهر شاه ته هدايات کړې چې د بي آر ټي، بنک آف خيبر، بلين ټر سونامي او مالم جبه کيسونو بيا پرانستلو لپاره دې پي اے سي ته راپور ورکړے شي۔
د پي اے سي اجلاس ته د ايف بي آر پخوانې چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال رابللې شوي وو ولي هغه پي اے سي ته خط وليکل او وئيلي ئې وو چې هغه د اختر په رخصتيو کور ته تللې دې نو په غونډه کښې به ګډون نه کوي د نيب قائم مقام چيئرمېن ظاهر شاه د کميټۍ مخې ته وړاندې شو۔
په دې موقع د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان اوويل چې مونږ د اختیاراتو دا ډول غلط استعمال نه شو زغملې، هغه له ما د جسټس (ر) جاوېد اقبال د گرفتارۍ وارنټ جاري كول غواړي۔
د غونډې په مهال د نيب قائم مقام چيئرمېن ظاهر شاه د غونډې نه د وتلو اجازه وغوښته چې په ځواب کې يې د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان وويل چې دا ضروري ده چې هغه غونډې کښې پاتې شي.
ده د نيب له قائمه چيئرمين نه پوښتنه وکړه چې د بي آر ټي کرپشن ريفرنس چرته لاړو؟ د خیبر بانک په اړه څه وشو؟ د ملیارد ونې سونامي څه شوي؟ د مالم جبه په اړه څه پرمختګ؟ په دې اړه ظاهر شاه کمېټۍ ته خبر ورکړو چې مالم جبه کېس بند کړی شوی دی چې په دې اړه د پي اے سي چيئرمېن هدايات جاري کړو او ويې ويل مونږ لارښوونه کووچې دغه کېس بيا پرانستل شي او رپورټ دې مونږ ته راکړل شي.
د پي اے سي چيئرمېن پوښتنه وكړه چې رپورټ به څه وخت وړاندې كوي؟ چې ظاهر شاه په ځواب کې وویل چې په شپږو میاشتو کې به راپور ورکوم.






