اسرائيل او ترکيه په خپلو منځونو کې الوتنې ډېروي
د اسرائيل د ټرانسپورت وزارت اعلان وکړ چې اسرائيل او ترکيه د يو نوي هوايي تړون پر بنسټ چې تمه ده ډېر ژر لاسليک شي، وروسته له ۱۹۵۱ کال څخه د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو هوايي دهلېز پراخوي.
د دغه تړون له مخې به اسرائيلي الوتکې وشي کړای چې د ترکيې بېلابېلو سيمو ته الوتنې وکړي او همداراز د ترکيې الوتکې به وشي کړای چې اسرائيل ته الوتنې ولري.
تازه په تازه د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير چې ډېر ژر به د دې هېواد لومړی وزير شي، ترکيې ته په خپل سفر کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي دي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د لومړي ځل لپاره وروسته له ۱۵ کلونو اسرائيل ته رسمي سفر وکړ او له خپل اسرائيلي سيال سره يې وليدل.
د راپورونو له مخې په وروستيو مياشتو کې د ترکيې او اسرائيل ترمنځ اړيکې تودې شوې دي.