د پاکستان پخواني ملي کرکټ لوبډلې مشر شاهد آپریدي لپاره لوی اعزاز

باغی ټي وي رپورټ
د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او ستوری آل راونډر شاهد افریدي د کشمیر پریمیر لیګ (KPL) د برانډ امبیسډر په توګه ټاکل شوی دی.
د کشمیر پریمیر لیګ په سوشل میډیا اکاونټ د کشمیر پخوانی کپتان شاهد افریدي د دویم سیزن لپاره د برانډ امبیسډر په توګه تایید شوی دی.
د KPL په ټولنیزو رسنیو اکاونټ کې یو بیان کې ویل شوي چې د شاهد افریدي د برانډ سفیر په توګه ټاکل به په جیو سوپر کې په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د یادونې ده چې د کشمیر پریمیر لیګ (KPL) کې یو نوی فرنچائز اضافه شوی.
د KPL ویاند په وینا، د KPL دوهم فصل به اوس د 6 پرځای 7 ټیمونه ولري.وياند وويل اووم ټيم به جمو جان باز وي، د KPL سيزن 2 مسوده به د اختر نه وروستو ترسره کيږي.
بل اړخ ته پاکستان کرکټ بورډ کشمیر پریمیر لیګ ته این او سی جاری کړی دی.دسرچينو له مخې د اين او سي نه پس د پي ايل ايډيشن 2 په لاره کې موجود خنډونه لرې کړل شوي دي.
سرچينې وائي چې پي سي بي په اګست مياشت کې ليګ ترسره کولو لپاره عبوري اين او سي ورکړى دى.
PCB د KPL 2 لپاره د اګست له 1 څخه تر 25 پورې وخت ورکړل شوې دې.





