د برېتانيا لومړي وزير له خپلې دنده استعفی اعلان کړه

0
63

د برېتانيا لومړي وزير بوريس جانسون له خپلې دندنې استعفی اعلان کړه، خو ويلي يې دي چې د نوي لومړي وزير تر راتګه به سرپرست وي.

د راپورونو له مخې برېتانيا به په راروانه اکتوبر مياشت کې نوی لومړی وزير ولري.

سره له دې چې د ۲۱۰۹ کال په ټاکنو کې د بوريس جانسون په مشرۍ د برېتانيا محافظه کار ګوند تاريخي بريا خپله کړه خو د ځينو دلايلو له امله يې دې ګوند کې خپل باور له لاسه ورکړ او په تېرو دوو ورځو کې يې د حکومت څه باندې ۵۰ لوړپوړو غړو له خپلو دندو استعفی وکړې.

الکساندر بوریس جانسون يو بریتانوی سياستوال او ليکوال دی چې په کال ۱۹۶۴ ز کې د جون په ۱۹ دې نړۍ ته سترګې غړولي. جانسون له ۲۰۱۹ز کال راهيسې د انګلستان لومړي وزير پاتې شو او د محافظه کار ګوند د مشر په توګه يې دنده تر سره کړه. نوموړی له ۲۰۱۶ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د بهرنيو چارو او ټولګټو چارو وزير و او تر هغې مخکې له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د لندن ښاروال ؤ. جانسون له ۲۰۱۵ز کال راهيسې د اکسبريج او سويلي رايسليپ لخوا د پارلمان غړی ؤ او له دې مخکې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۸ز کال پورې له هينلي نه د پارلمان غړی ؤ. هغه د يوه ملت د محافظه کارۍ د نظريې د پيرو په توګه پېژندل کېږي.

جانسون په ايټن کالج کې زده کړې کړي او د اکسفورډ پوهنتون کې يې لوړې زده کړې کړي دي نوموړی په ۱۹۸۶ز کال کې د اکسفورډ پوهنتون د اتحاديې رئيس وټاکل شو. په ۱۹۸۹ز کال کې هغه د برسل همکار او بيا يې په تلګراف ورځپاڼه کې سياسي ليکنې کولې، په دې ورځپاڼه کې د هغه مضامينو د سياست په بریتانوي ښي اړخو پياوړی اروپايي ضد اغېز پرېښود. هغه له ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ز کال پورې د سپيکټيټور مجلې چلوونکی ؤ. په ۲۰۰۱ز کال کې پارلمان ته له ټاکل کېدو وروسته، جانسون د محافظه کارانو مايکل هوارډ او ډيويډ کامرون په حکومت کې مخالف وزير ؤ.

جانسون په ۲۰۱۹ز کال کې د محافظه کارانو ګوند مشر او د برېتانيا لومړی وزير وټاکل شو.

Leave a reply