پخواني وزیر د بريښنا د لوډشیډنګ لامل ښودلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د مالیې پخواني وزیر شوکت ترین په هیواد کې د بریښنا د بندیدو لامل روښانه کړې دې .
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې شوکت ترين اوويل چې نن ټول ملک کښې له اتو نه تر دولسو ساعتونو لوډشيډنګ کيږي، شهباز شريف وئيلي وو چې د جولائي نه به لوډشيډنګ نه کيږي نو اوس د لوډشيډنګ څه وجه ده؟ د ډبرو سکاره او LNG ډیر ګران شوي دي، چې له امله یې واردات نه کیږي.
هغه وويل چې د RLNG کارخانې په کم ظرفيت کې روانې دي، که تاسو تیل نه اخلې نو د برېښنا کارخانې به څنګه چلېږي؟
د خزانې پخواني وزير وويل مونږ هم ستونزې لرلې، مونږ خلکو ته د مختلفو ځايونو نه پيسې اچولې، هغوي به مونږ ته نااهله ويل، پخواني وزیر خزانه اوویل چې اوسني حکومت کښې پخپله د نا اهلو د پوهنتونونو مشران دي.
هغه اوویل چې د مسلم لیګ (ن) حکومت پخوا هم د ظرفیت زیات کار کړی وو، دوی په وارداتي تیلو د بریښنا پلانټونه نصب کړل.
د یادونې ده چې تیره ورځ په رسنیو کښې د چاپ یو راپور مطابق په ملک کښې د بریښنا اړتیا تر ۷۰۰۰ میګا واټه زیاتوالې راغلې دې او په هیواد کښې بریښنا کمه پیدا کیږي.
اقتصاد پوهه خلق په پخواني او موجوده حکومتونو دواړو نیوکې کوی چې دوی له په کار دي چې د بریښنا پیدا کولو د اوبو ډیمونو باندې کار په چټکې سره بشپړه کړي چې په هیواد کښې د بریښنا کمښت پوره شي او په ملک کښې د بریښنا لوډشیډنګ پای ته ورسي.





