اوکراين کې د جګړې دوام؛ د سلويانسک ښار وګړو ته د ښار د پرېښودو امر شوی

د روسې او اوکراين د جګړې په دوام، تازه په تازه د اوکراين په ختيځ کې پروت د سلويانسک ښار اوسېدونکو ته د ښار د پرېښودو امر شوی دی. د دې ښار ښاروال له خپلو اوسېدونکو غوښتي چې د روسي ځواکونو له لوري جګړې د شدت له امله دې ښار پرېږدي.

ويل کېږي چې د اوکراين ختيځ کې د روسي ځواکونو مخکې تګ ته په کتو ښايي د سلويانسک ښار د دوی بعدي موخه وي.

د دې ښار ښاروال ويلي چې په ياد ښار کې شاوخوا ۲۰ زره وګړي پاتې دي چې د معمول جمعيت يوه پنځمه برخه جوړوي.

د راپورنو له مخې تر دې دمه په ياده سيمه کې د روسي ځواکونو له لوري د توغنيدزو بريدونو په پايله کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۶۷ تنه ټپيان شوي دي.

د دې سيمې ډېری اوسېدونکي د بسونو له لارې د اوکراين په لويديځ کې پروت خوندي ښار ډنيپرو ته لېږدول شوي دي.

د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه ۱۳۴مې ورځې ته دننه شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载