پیښور کښې پولیسو د نشه ی توکو کاروبار کوونکي نیولي دي
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کښې د نشه ی توکو او د نشه ی توکو په ناوړه کاروبار کښې ککړو کسانو په ضد ګامونو او عملیاتو ته دوام ورکړي دې.
د پولیس له لوري په ټولنیزو رسنیو خپور یو راپور مطابق د حيات آباد پوليسو په یوه کاروایی کښي دوه د نشه اي توکو کاروباريان نيولي دي، د پولیس وینا ده چې
څلور کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي او ددوی په ضد مقدمه ثبت شوې ده.
د پيښور د داوودزي دپوليسو عملياتو په ترڅ کې په زمکه د ناقانونه قبضه کولو او دنيولو هڅه ناکامه کړې ده او اته ۸ تورن کسان نیول شوي ، د نیو لشوو کسانو په ضد مقدمه درج شوې ده.
د پيښور ځایی اولس ، مشرانو ، مدني ټولنې او د نشه ی توکو په ضد کمپاین چلوونکو غړیو او مشرانو د پولیسو ددې کار ستاینه کړې چې هره ورځ د نشه ی توکو په کاروبار کښې ککړو کسانو په ضد عملیات کوي چې د پيښور ښار او اړوند سیمې ددې ناوړه کاروبار څخه پاکې شي او ځایی اولس د نشه ی توکو د لعنت څخه وژغورل شي او دوی یو ښه ژوند ولري.