د راولپنډۍ محکمې د عمران ریاض مقدمه بېرته اٹک محکمې ته لیږلې ده

0
204

باغی ټي و ي رپورټ
سپیشل مجسټریټ محمد پرویز خان د اینکر پرسن عمران ریاض خان کیس بیرته اٹک عدالت ته حواله کړی دی.

په راولپنډۍ کې د ایف آی اې سپیشل کورټ مجسټریټ محمد پرویز خان د اینکر پرسن عمران ریاض د مقدمې اورېدنه محفوظه پرېکړه وکړه او مقدمه یې بېرته اٹک محکمې ته ولېږله.

مجسټریټ وویل چې د عمران ریاض د ضمانت یا د مقدمې د برطرفۍ فیصله د اټک عدالت کولی شي او زیاته یې کړه چې دا قضیه د دې محکمې په اختیار کې نه ده.
ځانګړې محکمې نن د اټک په محکمه کې د عمران ریاض د وړاندې کولو امر وکړ.

د فيصلې محفوظولو نه وړاندې عدالت وويل دا عدالت د ايف آئي اے سره تړلې مقدمې اوري، د عمران رياض مقدمه د پوليسو مقدمه ده، د ايف آئي اے عدالت به څنګه اوري؟ دا قضیه څنګه په دې محکمه کې وړاندې کیدی شي؟

سپیشل مجسټریټ پرویز خان وویل چې زه د ایف آی اې مجسټریټ یم، الله تعالی ماته د قاضي کرسۍ راکړې ده تر څو چې هغه غواړي زه په دې کرسۍ کې یم.
ياده دي وي چي تيره ورځ اٹک پوليس اينکر پرسن عمران رياض خان نيولي وو او پوليس وائي چي د عمران رياض خلاف اٹک کښي ايف آئي آر درج کړے شوي دي۔
ذ یادونې ده چې د

پوليس عمران رياض پوليس سټيشن ته منتقل کړے وو او هغه نن د اٹک مقامي عدالت ته وړاندي کړے شو ولي د اٹک سول جج ياسر تنوير د عمران رياض د مقدمه دائره اختيار نه بهر کولو فيصله اوکړه
د اټک ځايي محکمې د پولیسو د راپور له مخې عمران ریاض د الکترونیکي جرمونو له قانون او د پاکستان د جزا له قانون څخه سرغړونه کړې ده.

د اټک محکمې ویلي، چې محکمې د دوسیې د اورېدو واک نه درلود او پولیس باید تورن کسان د راولپنډۍ محکمې ته وړاندې کړي.
د یادونې ده چې د اینکر پرسن عمران ریاض په ضد د اټک او یو شمیر نور پولیس سټیشنونو کښې د ملکي ادارو او فوځ په ضد د بې بنیاده تورونو لګولو په اړه مقدمې ثبت شوي دي او هغه د اټک پولیسو په هم دې مقدمه کښې نیولې دې چې وس ی په رسمي توکه په محکمو کښې اوریدنه هم پیل شوي ده. دا خبره هم د یادونې ده چې د پي ټي آیی په پخواني حکومت کښې دا یو بل د پارلیمان څخه پاس شوې وو چې د فوځ په ضد بیان ورکول او بې بنیاده نیوکه کولو سزه تر ۵ کالو پورې وی او دداسې جرم سزا به هم دوه لکه روپۍ وي، هم ددې بل په اړه د عمران خان په دور حکومت کښې عمران ریاض هم ددې بل په اړه ددې بل په موضوع ټینګار کړې وو او د فوځ په ملاتړ کښې ی بیان ورکړې وو چې چې کله د عمران خان حکومت ختم شو نو بیا هم دې خبریال د فوځ په ضد بیانونه پیل کړل او دده په ضد د هم هغه بل او قانون ترلاندې مقدمې ثبت شوي او نن عدالت ته وړاندي کولې شي.
……………………………..

Leave a reply