د پاکستان د ټاکنو کمیشن د پی ټي ایی غړیو مراسله جاري کړې

0
176

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اليکشن کميشن په پنجاب کښې مخصوص سيټونو لپاره د پي ټي آئي غړو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

اليکشن کميشن د پي ټي آئي دوه اقليتي او دري زنانه غړو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

حبکوک رفیق بابو او سموئیل یعقوب د اقلیمي څوکیو مراسله جاري کړې او بتول زین، سائره رضا او فوزیه عباس نسیم لپاره ی د زنانو په مخصوصو څوکیو مراسله جاري کړې ده.
د پاکستان اليکشن کميشن ترمخه په مخصوص نشستونو منتخب شوي ټول غړي د پي ټي آئي سره تعلق لري۔
ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف په پنجاب اسمبلۍ کې د خپلو ٢٥ غړو د لرې کېدو وروستو نويو غړو ته د ٣ ښځو او دوه اقليتي څوکيو ورکولو غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې مسلم لیګ (ن) د 20 څوکیو لپاره د ضمني انتخاباتو وروسته د ګوند دریځ لاندې د ځانګړي سیټونو نوټیفیکیشن غوښتنه کړې وه.
په دې مسله د لاهور هائي کورټ د جون په ۲۷ مه د پنجاب اسمبلۍ د مخصوصو څوکيو لپاره د غړو نوټيفيکيشن لپاره د پي ټي آئي درخواست منظور کړے وو او اليکشن کميشن ته يې د مخصوص سيټونو نوټيفيکيشن جاري کولو هدايات ورکړي وو کوم چې اوس جاري کړے شوے دے۔

Leave a reply