د ا.ا.ا د دفاع سرپرست وزير د قطر له امير سره وليدل
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2022/07/FW-qNYUWYAIYtP_.jpg)
د افغانستان ا.ا د دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد چې تېره ورځ د يو رسمي سفر په موخه د قطر هېواد پلازمېنې دوحې ته ورسېد، نن يې د دې هېواد له امير شيخ تميم بن حمد سره ليدلي دي.
دا د ملي دفاع سرپرست وزير لومړنی بهرنی رسمي سفر دی چې د قطر هېواد ته يې کوي.
د ملي دفاع وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا ملي دفاع وزارت سرپرست وزير به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې د قطر لوړو پوړو چارواکو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ هم يو پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی ؤ.