کرزی: کابل کې تېره غونډه د طالبانو خپلمنځي ناسته وه

0
51

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له العربيه رسنيزې شبکې سره په خپله تازه مرکه کې ويلي چې کابل کې تېره غونډه د طالبانو خپلمنځي ناسته وه. نوموړی وايي ما د لويې جرګې غوښتنه کړې وه چې ټول افغانان په کې خپل استازي ولري او د هېواد اساسي قانون کې بدلونونو او د رسميت پېژندنې په اړه بحث وکړي.

حامد کرزي څو میاشتې مخکې د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې وه خو د نوموړي په وينا دا د دیني عالمانو غونډه وه. هغه ويلي عالمان د درناوي وړ دي، خو په لویه جرګه کې بايد د افغانستان د ټولو سیمو نارینه او ښځې ګډون ولري.

کرزي په دې مرکه کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنو پر نه آزادېدو اندېښنه ښودلې او محمد اشرف غني يې د هېواد د جمهوري نظام د ړنګېدو مسؤل ګڼلی دی.

پخواني ولسمشر په دې مرکه کې د نورو مسايلو د یادولو ترڅنګ، ويلي چې نور به هېڅکله هم واک ته ستون نه شي او د يو عادي افغان په څېر به په افغانستان کې ژوند کوي.

Leave a reply