افغان ليکوال او شاعر عمادالدين دوران له بنده آزاد شو

ليکوال او شاعر عمادالدين دوران له بنده آزاد شو او له خپلې کورنۍ سره يوځای شو.

افغان ليکوال، شاعر او مدني فعال عمادالدين دوران دوه مياشتې وړاندې د ا.ا.ا ځواکونو له لوري په دې تور نيول شوی ؤ چې ګواکې د ا.ا.ا پر ضد ليکنې کوي.

که څه هم د نوموړي د نيول کېدو پرمهال د ا.ا.ا چارواکو رسماً څه نه ؤ ويلي، خو د ټولنيزو رسنيو فعالينو نيوکه لرله چې د نوموړي نيول کېدل د بشري قوانينو خلاف کار دی او پکار ده چې د هر شخص فردي آزادۍ ته درناوی وشي.

دا چې عمادالدين دوران په کوم ځای کې ساتل کېده او څه ډول وضعيت ورسره کېده، هغه څه دي چې په اړه يې لا تر دې دمه کره معلومات نشته.

د دوران د نیول کېدو د افغانستان دننه او بهر د ګڼو رسنيزو او بشري بنسټونو او فعالينو پراخ غبرګونونه راپارولي ؤ او د ا.ا.ا له چارواکو يې غوښتنه لرله چې نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.

د عمادالدين دوران د خوشې کېدو خبر نن خپور شو او د کورنيو غړو يې دا منلې ده چې نوموړی نن له خپلې کورنۍ سره يوځای شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文