د فرح ګوګي د فساد په اړه مهم پرمختګ شوې دې

0
243

باغي ټي وي رپورټ
د پخواني لومړي وزير عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د نږدې ملګرې فرح ګوګي پر ضد د فساد دوسيې په څېړنه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د پنجاب د فساد ضد ادارې یوه ویاند ویلي چې د پاکستان د امنیت او تبادلې له کمیشن (SECP) څخه د فرح ګوګي ساختماني شرکت ریکارډ غوښتل شوی دی.
ویاند وايي، د فساد ضد ادارې د فرح ګوګي د هاوسنګ سوسایټي ریکارډ هم غوښتی دی.

د اداري فساد سره د مبارزې یوه ویاند ویلي چې د ګوجرانواله هاؤسنګ سوسایټي د پراختیا په اړه پلټنې روانې دي.

ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي مسلم ليګ ن د اربونو روپو کرپشن کيسونو کښي د فرح ګوګي ريډ وارنټ جاري کولو اعلان هم کړي وو۔
دا خبره مهمه ده چې کله چې عمران خان د عدم اعتماد په ذریعه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړې شول نو ډیر زر د عمران میرمن بشری بی بی نزدې ملګرې فرح ګوګي د پاکستان څخه دوبۍ ته سفر وکړو .
ددې وړاندې هم د فرح ګوګي په ضدداسې خبرونه خپاره شوي وو چې فرح په پنجاب کښې په بیلا بیلو د فساد په چارو کښې لاس درلوده، په هغې تورونه ولګول شول چې د بشری بي بي په مرسته هغې په ناقانونه توکه زمکي ترلاسه کړي او د افسرانو په بدلیو کښې ی هم په کروړونو روپۍ فساد کړې دې.

Leave a reply