عمران خان ترواسه د توشه خانې په اړه ځواب نه دې ورکړې: وزیر داخله، رانا ثناالله

0
117

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان سره خبرې د :پري ډایلاګ: یعني د رسمي خبرو اترو څخه وړاندې یوه برخه ده.
اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کې رانا ثناء الله وویل چې ټولو سیاسي ګوندونو ویلي چې له کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره باید خبرې وشي.

دکورنيو چارو وزير وويل پوځي قيادت دټولو سياسي ګوندونو په ګډون يوه کميټۍ جوړولو غږ کړى وو چې د دغه عمل سياسي قيادت اؤ پارليمان هم ملاتړ کړى وو.
د پخواني وزیراعظم په حکومت باندې د لګیدلو تورونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزیر وویل چې عمران خان له کوم دیوال سره لګول کیږي؟ هغه اوویل چې عمران خان خو په آرام سره بني ګاله کښې ناست دي او ایا د فساد په اړه پوښتنه کول هم کوم ځورول دي؟ ؟

رانا ثناءالله وويل چې عمران خان تر اوسه د توشه خانې د ډالیو ځواب نه دی ورکړی، چرته دی هغه څوک چې دغه سړی ته به ی صادق او امانت دار ویل.
وزیر داخله اوویل چې قانون د عمران خان د ګواښونو څخه نه ډاریږي.

Leave a reply