فنلنډ او سويډن د ناټو سازمان رسمي غړي شوه

0
165

د ناټو سازمان ۳۰ غړو هېوادونو تېره ورځ د فنلنډ او سويډن د شاملېدو پروتوکل لاسليک کړ او په دې سره دغه دواړه هېوادونه دوه نوي اروپايي هېوادونه شوه چې په دې سازمان کې غړيتوب ترلاسه کوي.

فنلنډ او سويډن د روان کال په مې مياشت کې په ناټو کې د غړيتوب لپاره غوښتليکونه وړاندې کړي ؤ، خو د ترکيې د مخالفت له امله دغه چاره ټکنۍ شوه.

بالاخره د ترکيې چارواکو څو ورځې وړاندې په ناټو سازمان کې د دې دواړو هېوادونو له غړيتوب سره موافقه وکړه او په دې سره تېره ورځ دغه هېوادونه د ناټو سازمان رسمي نوي غړي شول.

ناټو، د شمالي اتلانتیک تړون ټولنه چې د شمالي اتلانتیک د ائتلاف په نامه هم یادیږي، د حکومتونو ترمنځ یو پوځي ائتلاف دی چې اوس له د دې دوو نويو هېوادونو سره يې غړي دوه دېرش شول، دېرش يې اروپایي او دوه یې د شمالي امریکا هېوادونه دي. د دویمې نړیوالې جګړې له پایته رسېدو سره سم رامنځته شو، یاد سازمان د شمالي اتلانتیک تړون چې د ۱۹۴۹ ز کال د اپرېل میاشتې په ۴مه لاسلیک شو، پلی کوي.

ناټو د ټولیز امنیت له یو سیستم څخه جوړ دی، چې د یادې ټولنې غړي خپلواک دولتونه د هر بهرني لوري د برید پر وړاندې د ځوابي دفاع لپاره موافق دي.

د ناټو مرکزي اداره د بلجیم هېواد په پلازمېنه بروکسېل ښار کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د ائتلاف د عملیاتي فرمانونو مرکزي اداره د بلجیم هېواد مونس ښار ته څېرمه موقعیت لري.

Leave a reply