د پیښور او تورخم لویه لار نن هم تړلې ده

0
96

باغی ټي وي رپورټ
د لنډي کوتل په چروازۍ کښې د اختر قربانۍ لپاره د افغانستان څخه وارد شوي څارویو باندې د قرنطین شرط لګولو او څارویو ته د اجازت نه ورکولو په ضد د خیبر سیاسي مشرانو احتجاج دوام لري او نن هم د پیښور او تورخم لویه لار تړلې ده.

د لویې لار د بندیدو له امله دواړه طرف ته افغانستان ته تجارتي توکي وړونکی په سوونو ګاړي بند پاتې دي او د دواړو هیوادونو وګړو ته په لویه لار تګ راتګ کښې ډیرې ستونزې رامخې ته شوي دي.
په پاک افغان لویه لار د احتجاج په مهال سیاسي مشران وايي تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي نو د پاک افغان لویه لار به تړلې وي او ددوی احتجاج به دوام ولري.
د یادونې ده چې دا مشران غوښتنه کوي چې د افغانستان څخه وارد شوي د قربانۍ څارویو ته دې اجازت ورکړي او د قورنطین شرط کښې د نرمي وکړي چې د لوی اختر لپاره د قربانۍ څاروي افغانستان څخه پاکستان ته وارد شی او ځایی خلق په ارزانه بیعه د قربانۍ څاروي واخلي.

Leave a reply