په سندهه کښې جرمي کیسونو کښې ککړ پولیس افسران وس هم په څوکیو کار کوي

فایل فوټو: آیی جی سندهه، غلام نبي میمن
باغی ټي وي رپورټ
د انسپکټر جنرل (آئي جی) سنده غلام نبي میمن لخوا د پولیس په محکمه کې د جرمي ریکارډ لرونکي افسرانو د څوکیو څخه لرې کولو حکم پرته هم هغه ټول افسران لاهم په څوکیو ناست دي او کار کوي.
د جیو نیوز راپور مطابق غلام نبي میمن د سندهه د پولیسو لومړی مشر نه دی چې د جرمي ریکارډونو لرونکي پولیس افسرانو د لرې کولو امر یې وکړ.
په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې د سترې محکمې په حکم د هغه وخت ايي جي سندھ ۱۳۰ پولیس افسران په جبري توګه له دندو ګوښه کړل او د ۱۹ لوړ پوړو پولیس افسرانو پر ضد یې د کارروایۍ حکمونه صادر کړل، خو د جرمي ریکارډونو سره د دغو افسرانو لویه شمېره انکوائري ختمه شوې وه. نن هم په مختلفو پوستونو ګمارل شوي دي.
په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې د سترې محکمې په حکم د هغه وخت ايي جي سندهه ۱۳۰ پولیس افسران په جبري توګه له دندو ګوښه کړل او د ۱۹ لوړ پوړو پولیس افسرانو پر ضد یې د کارروایۍ حکمونه صادر کړل، خو د جرمي ریکارډونو سره د دغو افسرانو لویه شمېره انکوائري ختمه کړه او نن هم په بیلا بیلو څوکیو کار کوي.






