د خیبر پښتونخوا په اړه د اقتصادي رابطه کمیټۍ مهمه پریکړه
باغی ټي وي رپورټ
د اقتصادي رابطې کمېټۍ (ای سي سي) خیبر پښتونخوا ته د ارزانه امدادي پیکج د غځولو منظوري ورکړه.
د اقتصادي رابطې کمیټې (ای سي سي) پریکړه کړې چې په یوټیلټي سټورونو کې په پنځو توکو سبسایډي جاري وساتي.
سربیره پردې ، د سلګونو توکو په واردولو بندیز وروسته د جون تر 30 پورې بندرونو او هوایی ډګرونو ته د رسیدو توکو او کانټینرونو لپاره یو ځل تخفیف تصویب شو.
دا خبره د یادونې ده چې د پنجاب وزیراعظم حمزه شهباز په پنجاب کښې عام اولس ته د مرستې په توګه د ۱۰۰ بریښنا ویړیا یونټو ورکولو اعلان کړې دې چې عام اولس ته ګټه وشي .
ددې پریکړه په اړه د پی ټي آیی مشرانو غبرګون مخې ته راغلې دې او وایی چې د پنجاب وزیراعلی دا پریکړه د ټاکنو په اړه درغلي دي او دا ی الیکشن کمیشن د اصولو څخه سرغړونه کړي دې.
ددې ویړیا ۱۰۰ یونټو په اړه د پي ټي ایی مشر او پخواني وفاقي وزیر فواد چوهدري سپریم کورټ ته لیک هم استولې دې او په دې لیک کښې ی لیکلي دي
دا ویړیا بریښنا ورکول د ټاکنو د کمیشن د اصولو څخه سرغړونه ده.
که د مرکزي اقتصادي کمیټۍ د خیبر پښتونخوا په اړه دې پریکړې ته وکتل شی نو دا هم ددې فشار کښې کړې ده چې لکه د پنجاب وګړو په شان د خیبر پښتونخوا اولس هم د حکومتي ریلیف پیکج څخه ګټه پورته کړي.