د پیښور او تورخم لویه لار د احتجاج په توګه په لنډیکوتل کښې تړل شوې ده

لنډیکوتل: ایم پی ایې شفیق شیر نن سهار په درې بجې احتجاج کوونکو سره دې.
باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان چارواکو اجازه ورکولو پس هم پاکستان ته د افغانستان څخه د قربانۍ د څارویو صادرول پیل نه شول، په تورخم پوله د کسټم چارواکو سره خبرې هم وشوې خو مشران وایی چې د کسټم ډیپارټمنټ د نااهلۍ له امله د قربانۍ څاروي پاکستان ته واردولو کښې خنډان رامخې ته کوي او د قربانۍ څاروي په رسمی ډول پاکستان ته واردول نه دي پیل شوي.
پرون د ایم پی اې شفیق شیر اپریدي ، مراد حسین آفریدی او نور مشرانو په تورخم پوله چارواکو سره خبرې هم وکړي خو خبرې کامیابې نه شوې او مشرانو د لنډي کوتل په چروازې کښې د پیښور او تورخم لویه لار د تړلو پریکړه وکړه چې نن هم تړل شوې ده.
د مشرانو وینا ده چې ترڅو چې د افغانستان څخه د قربانۍ څاروي واردول نه وي پیل شوي دوی به لویه لار تړلي وي.
د یادونې ده چې د لنډی کوتل یوې جرګې افغان چارواکو سره په کابل کښې لیدنه هم کړې وه او د افغان اوړوند وزیر پاکستان ته د ۵۰۰۰ زره څارویو واردولو اجازه ورکړې وه خو وس کسټم چارواکي او په اسلام آباد کښې اړوند وزارت ددې څارویو پاکستان ته په واردولو کښې خنډان جوړ شوي دي.
بل اړخ ته د لوی اختر د قربانۍ لپاره تېره شپه یوازې ۱۵۵ د قربانۍ څاروي(پسونه) د تورخم له لارې افغانستان څخه پاکستان ته را رسېدلي دي او د لنډیکوتل په قرنطین مرکز کښې ایسار کړل شوی دي چې ددې څارویو واکسین وشي.
یو سوداګر چې د لوی اختر د قربانۍ لپاره یې د تورخم له لارې افغانستان ته د قربانۍ څاروي راوړي وايي، که په پسونو باندې د قرنطین شرط لرې نه شي، نور د قربانۍ څاروي به دلته نه رواړي.
دا خبره د یادونې ده چې پروان د عوامي نیشنل ګوند مشر یادالله شینواري د لنډیکوتل قرنطین مرکز لپاره د ډاکټرانو او نورو عملې راوستلو په لړ کې اسلام اباد کې د نېشنل فوډ اتھارټی له وزیر طارق بشیر چیمه سره لیدنه وکړه.
دوی وزیر ته اوویل چې اجازه یې ترلاسه کړې ده او د تورخم ګمرک په منظم ډول ټېکسونه اخلي او د قربانۍ څاروي پاکستان ته داخلیږي.
دوی د وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د لنډیکوتل کورنټین مرکز لپاره څو ډاکټرانو راولیږي چې دې څارویو لپاره واکسین وکړي خو وزیر ورته انکار وکړو او وی ویل چې دا څاروي په ناقانونه توګه پاکستان ته راوړل کیږي.
د اې این پي ګوند مشرانو او نورو ځایی مشرانو د نیشنل فوډ وزیر ددوی سره د کړې روی غندنه وکړه او وی ویل چې دا د قبایلي سیمو اولس سره ظلم دې چې ټیکس هم ورکوي او د افغانستان څخه د قربانۍ د څارویو راړولو لپاره ضروري انتظامات نه کوي.
………………………………






