پاکستان کښې د هوا پیژوندنې ادارې خبردارۍ ورکړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د هوا پېژندنې ادارې په ټول هېواد کې د مون سون د بارانونو خبرداری ورکړی دی.
د موسمياتو محکمي روانه هفته د ملک په زياتره سيمو کښي د نور بارانونو وړاندوينه کړي ده او وئيلي دي چي د مون سون هواونه په زوره پاکستان ته داخليږي او په نتيجه کښي به د مون سون هواونه يو ځل بيا زور اخستي وي۔
د موسمياتو محکمي ترمخه نن سحر نه تر پنجشنبې پوري اسلام آباد، کشمير، سوات، مانسهره، کوهستان، ايبټ آباد، هري پور، پيښور، مردان او صوابئ کښي د باران امکان دے
په لاهور، ګوجرانواله، سیالکوټ، حافظ آباد، فیصل آباد او سرګودها کښې هم د تیز باران امکان دی.
د موسمياتو محکمي ترمخه نن شپه نه تر اوومه جولائي پوري ژوب، زيارت، بارکان، کوئټه، لورالائي، کوهلو، قلات، خضدار، لسبيله، نصير آباد، سبي، پنجګور، تربت، پسني او ګوادر کښي هم د باران امکان دے.
د موسمياتو محکمي ترمخه روانه هفته کراچۍ، ميرپورخاص، دادو، تخته او بدين کښي د تيز باران امکان دے
د موسمياتو محکمې خبرداری ورکړی چې د بارانونو له وجې د راولپنډۍ، اسلام اباد او فيصل اباد په ټيټو سيمو کې د ډوبېدو امکان دی، په داسې حال کې چې د لاهور، ګوجرانواله او سيالکوټ لاندې سيمې هم د سېلابونو له خطر سره مخامخ دي. په راولپنډۍ، کشمير او بلوچستان کې د سختو بارانونو له امله د سيندونو د سيلابونو اټکل شوی دی.
په کشمیر، ګلیت، مری، ګلګت او سکردو کې هم د ځمکې ښویدنې راپور ورکړل شوی دی. د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې اړوندې ادارې دې د حالاتو د مخنیوي لپاره چمتو اوسي.






