د سعودي پاچا ۲۰ میلیارده ریاله خپل ولس ته د مرستې په توګه منظور کړل

0
133

د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان په دغه هېواد کې د توکو د بیو لوړېدو له امله خپل ټول ولس ته د مرستې په توګه ۲۰ میلیارده ریاله منظور کړل.

د راپورونو له مخې دا پیسې به د ولس ټولنیزې بیمې او بانکي اکاونټونو ته ورسول شي.

په نړیوال مارکېټ کې د توکو او په ځانګړي ډول د سوند توکو د بیو لوړوېدو خلک اندېښمن کړي دي.

دمګړی په افغانستان کې د یو لېتر پټرولو بیه له ۱۰۰ پورته شوې ده، چې دې چارې هېواد په اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

د ا.ا.ا د سوداګرۍ وزارت څه موده وړاندې ویلي ؤ، هڅه یې دا ده، چې د مرکزي اسیا هېوادونو سره د تېلو د وارداتو برخه کې تړون لاسلیک کړي چې په دې سره به په هېواد کې د تېلو په بيو کې بدلون راشي.

Leave a reply