پنجاب کښې ویړیا بريښنا، د پاکستان د ټاکنو کمیشن وزیراعلی ته نوټس استولې

0
132

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز ته د پنجاب ضمني انتخاباتو لپاره د ضابطه اخلاق خلاف ورزي کولو نوټس استولې دې۔

د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي بيان ترمخه اليکشن کميشن د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز ته په پنجاب کښي د 100 يونټ مفت بجلي په سبسډي پيکج باندي نوټس استولي دي۔

بيان ترمخه حمزه شهباز شريف ته د ضمني انتخاباتو نه وړاندې د سبسډي امدادي پيکج اعلان په اړه نوټس جاري کړے شوے دے۔

اليکشن کميشن د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز د جولائي په اوومه نيټه طلب کړې دې۔ اليکشن کميشن وئيلي دي چي د پنجاب په 20 حلقو کښي د انتخاباتو شيډول د مئي په 25مه نيټه اعلان کړے شوے دے۔د انتخاباتو شيډول نه پس هيڅ منتخب نمائنده يا حکومتي اهلکار د پرمختيائي سکيم اعلان نه شي کولي۔
د پنجاب وزيراعلي ” روښانه کور پروګرام” لاندې د بجلۍ استعمال کوونکو لپاره د 100 يونټ سبسډي امدادي پيکج اعلان کړې دې.
ياده دي وي چي تيره ورځ دپنجاب وزيراعلي حمزه شهباز شريف په صوبه کښي تر سل يونټ پوري استعمالونکي کورني استعمالونکو ته مفت بجلي ورکولو اعلان کړي وو۔

حمزه شهباز وويل چې کله د بجلۍ بل راځي نو قيامت راځي، په تيرو ٦ مياشتو کې چا چې سل يونټ بجلي استعمال کړې ده نو پنجاب حکومت به هغوي ته مفت بجلي ورکوي او د پنجاب حکومت به يې په غاړه اخلي.

د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري هم د پنجاب حکومت لخوا د سل يونټ مفت بجلي ورکولو اعلان په اړه سپريم کورټ ته خط ليکلي دي۔
د پاکستان تحريک انصاف سينئر مرکزي نائب صدر فواد چوهدري لخوا سپريم کورټ ته ليکل شوي خط کې وئيلي شوي دي چې د پنجاب د بحران نه د راويستلو دپاره د وزيراعلي فارمول د سياسي فائدې دپاره ؤ او دغه فيصله د عدالت د حکم خلاف ورزي ده. ده ووئيل د پنجاب وزيراعلي به د جولائي تر 22مې نيټې پورې يوازې ريګوليټري اختيارات استعمالوي۔

Leave a reply