د سريلانکا د انرژۍ وزير کانچانا ويجېسېکېرا ويلي چې د هېواد د سون توکو زېرمې يې په خلاصېدو دي

0
201

 د سريلانکا د انرژۍ وزير کانچانا ويجېسېکېرا ويلي چې د هېواد د سون توکو زېرمې يې په خلاصېدو دي

  د سريلانکا مرکزي بانک سږ کال د تېلو د وارداتو لپاره يوازې ۱۲۵ ميليونه ډالره لري، په داسې حال کې چې د ۵۸۷ ميليونو ډالرو په ارزښت تېلو ته اړتيا لري او له دې درکه وار له مخې ۸۰۰ ميليونه ډالره پوروړې ده.

 

(2022 / 7 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 د سريلانکا د انرژۍ وزير کانچانا ويجېسېکېرا ويلي چې د هېواد د سون توکو زېرمې يې په خلاصېدو دي. هغه ويلي چې که خلکو ته د هغوی له غوښتنې سره سم پټرول ورکړي نو زېرمې به يې په يوه ورځ کې ختمې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په نږدې راتلونکې کې سريلانکا ته د پټرولو د ور رسيدلو اميدواري هم نشته، له همدې کبله حکومت پر هغو وسایطو د تېلو پلور بند کړی چې ګرځولو ته يې شديده اړتيا نه وي.

د سريلانکا د انرژۍ وزير ويلي، په زېرمو کې يې څه کم ديارلس زره ټنه ډيزل او تر څلورو زرو ټنو کم پټرول پاتې دي او حکومت غواړي چې يادې زيرمې يوازې د شديدې اړتيا په صورت کې وکاروي.

سريلانکا په تېرو اوو لسيزو کې له تر ټولو سخت اقتصادي بحران سره مخ ده چې پر تېلو سربېره پکې د خوراکي توکو او درملو کمښت هم په سرخوږي بدل شوی دی.

د سريلانکا مرکزي بانک سږ کال د تېلو د وارداتو لپاره يوازې ۱۲۵ ميليونه ډالره لري، په داسې حال کې چې د ۵۸۷ ميليونو ډالرو په ارزښت تېلو ته اړتيا لري او له دې درکه وار له مخې ۸۰۰ ميليونه ډالره پوروړې ده.

Leave a reply