د فلسطینۍ خبریالۍ د وژنې په اړه د امریکا بیان خپور شوې

0
177

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، یوه اسراییلي سرتېري په غیر ارادي ډول د الجزیرې پر خبریال ډزې کړې دي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي پوځ له خوا د الجزیرې د خبریال شیرین ابو عقیله د وژنې په اړه د تحقیقاتو په اړه یو بیان خپور کړی چې په کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ډزې غیر قصدي بللي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسرایلي ځواکونو له خوا د شیرین ابو عقیله وژنه غیر قصدي ده، خو خپلواک پلټونکي تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د امریکا د امنیت همغږي کوونکي د اسرائیلي دفاعي ځواکونو او فلسطیني ادارې له څېړنو څخه دې نتیجې ته رسېدلي چې د اسرائیلي پوځیانو ډزې د خبریال د مړینې لامل وې.
په دې لړ کې فلسطينيان وايي، چې اسراييلي پوځ په قصدي ډول شيرين ابو عقيله وژلې، په داسې حال کې چې اسراييل دا خبره ردوي او وايي، ښايي ښځينه خبرياله په تېروتنه په نښه شوې وي.

د يادونې وړ ده چې د الجزيرې ښځينه خبرياله شيرين ابو عقيله د مې په يوولسمه نېټه په لويديځه غاړه کې د خپلې مسلکي دندې د ترسره کولو پر مهال د اسراييلي پوځ لخوا په ډزو ووژل شوه.

Leave a reply