د کراچۍ ځانمرګي برید، مهم پرمختګ شوې دې

0
153

باغی ټي وي رپورټ
په کراچۍ پوهنتون کې د ځانمرګي برید په اړه تحقیقاتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن د پولیسو افسرانو سره یو مطبوعاتي کانفرنس ته وویل چې د کالعدم بلوچستان لبریشن فرنټ (بی ایل ایف) کمانډر په کراچۍ کې د هاوکس بې څخه نیول شوی، چا چې د پوښتنو ګروېږنو په ترڅ کې مهم انکشافات کړي او د بی ایل ایف د سلیپر سیل مشر دی.

شرجیل میمن ویلي، نیول شوي ترهګر ویلي، چې د ده د سازمان د قوماندان خلیل بلوچ په امر یې د کراچۍ پوهنتون په حساسو تاسیساتو او چینايي استادانو ریکي کوله، چې په وینا یې د دغه سازمان د قوماندان خلیل بلوچ سره یې لیدلي او پر چینايي استادانو یې برید بریالی کړی دی.
شرجیل میمن ویلي، نیول شوي ترهګر ویلي، چې د خپل سازمان د قوماندان خلیل بلوچ په امر یې په کراچۍ پوهنتون کې د حساسو تاسیساتو او چینايي استاذانو جاسوسي کوله، چې په وینا یې د دغه سازمان د قوماندان خلیل بلوچ سره یې لیدلي او پر چینايي استاذانو یې برید بریالی کړی دی.
د اطلاعاتو صوبايي وزیر په وینا نیول شوي ترهګر په ډاګه کړې چې د کراچۍ پوهنتون د ځانمرګي برید طراح زیب نومیده چې له یوه ګاونډي هیواد څخه پاکستان ته داخل شوی و، زموږ ګاونډي هیوادونه د ترهګرو ملاتړ کوي او پاکستان ته له ننوتلو وروسته یې له ځانمرګي بریدګر سره ژوند کاوه. د کراچۍ په ډيلي کالونۍ کې ښځه او خاوند يې له بريد وروسته د بي ايل ايف د کمانډر په امر بلوچستان ته وتښتېدل، ترهګر د تليګرام له لارې يو له بل سره په تماس کې وو، دغه کسان په بهر کې هم له ترهګرو سره په تماس کې دي.

Leave a reply